Pashto

مهم معلومات: تر دی ګړئ په کډوالو او په ویزو لګول شوی بندیزونه د امریکا د متحده ایالاتو د محکمو له خوا ځنډول شوی دی، دا په دی معنی چی اوس مهال کډوال کولی شی چی د امریکا په متحده ایالاتو کی ځای پری ځای شی او د اوو مشخصو ذکر شوی هیوادونو وګړی ( دا مشخص هیوادونه عبارت دی له ایران، عراق، سوډان، سوریه، لیبیا، صومالیه او یمن څخه) کولی شی چی دا مهال د امریکا متحده ایالاتو ته تګ راتګ وکړی. مونږ اوس هم د پورته ذکر شوی هیوادونو وګړو ته دا سپارختنه کوو چی په دی حساس وخت کی که چیری کوم ځانګړی او بیړنی حالت ونلرئ د سفر څخه ډډه وکړئ، دا امکان هم شته چی دا وضعیت ډیر ژر بدلون ومومی. که چیری تاسو ته یا داسی یو څوک چی تاسی یی پیژنیۍ د امریکا متحده ایالاتو ته د داخلیدو اجازه نه وی ورکړل شوی کولی شئ چی په دی بریښنالیک اړیکه ونیسئ: airport@refugeerights.org او یا دی د ACLU د دفتر سره تیلیفون اړیکه ټینګه کړی. مونږ پوهیږو چی دا یوه سخته او مبهمه ګړئ ده. مونږ به سمدستی د نورو قانونی معلومات په خبریدو سره تاسو ته ستاسی په خپله ژبه تازه معلومات شریک کړو.

د ولسمشر ټرمپ اجرائیوی فرمان به څرنګه په امریکای میشتو کډوالو اغیزی ولری.

ولسمشر ټرمپ یو تازه اجرائیوی فرمان صادر کړی، د نوموړی په دی فرمان سره د کډوالو په پروګرام کی مهم بدلونونه راغلی دی.

دا اجرائیوی فرمان یو داسی فرمان دی چی د ولسمشر له خوا صادر شوی، د امریکا په متحده ایالاتو کی دی فرمان ته د یوه قانون په سترګه کتل کیږی. څرنګه چی د مهاجرو د بیا ځای پرځای کیدلو پروګرام د ولسمشر له خوا کنټرولیږی، نوموړی دا صلاحیت هم لری چی په دی پروګرام کی هر اړخیزه بدلون راولی. د یادونی وړ ده چی دا اجرائیوی فرمان باید د امریکا اساسی قانون او هغه قوانین چی د امریکا د کنګری څخه تصویب شوی وی نقض نه کړی.

دا اجرائیوی فرمان په کډوالو څه تاثیرات لرلای شی؟

• دا اجرائیوی فرمان د کډوالو د بیا ځای پر ځای کولو پروګرام د ۱۲۰ ورځو پوری ځنډوی (په استثنا د ځینو مذهبی لږکیو). په دی معنی چی په راتلونکو ۱۲۰ ورځو کی به د امریکا متحده ایالات د هیڅ یوه کډوال کوربتوب نه کوی (ترڅو یو ځانګړی استثنایی حالت ونلری). دا فرمان کولی شی چی په امریکا کی د کډوالو د بیا ځای پر ځای کولو پروسه د ۱۲۰ ورځو پوری وځنډوی. دا په دی معنی چی کیدای شی د امریکا د متحده ایالاتو څخه د باندی د کډوالو سره مرکو او تحقیقاتو لړئ وځنډیږی.

• دا فرمان د امریکا متحده ایالاتو ته د ټولو سوریایی کډوالو داخلیدل ځنډوی. په دی معنی چی په راتلونکی کی هیڅ یو سوریایی کډوال نه شی کولی چی د امریکا متحده ایالاتو ته ننوځي، تر څو په اجرائیوی فرمان کی بدلون نه وی راغلی. ددی بدلون لپاره هیڅ وخت نه دی تعین شوی.

• همدا رنګه دا فرمان اجازه نه ورکوی چی د ځینو مشخصو هیوادونو وګړی د امریکا متحده ایالاتو ته په راتلونکو ۹۰ ورځو کی داخل شی. دا مشخص هیوادونه عبارت دی له ایران، عراق، سوډان، سوریه، لیبیا، صومالیه او یمن څخه. دا امکان هم شته چی د ۹۰ وروځو ورسته به دا بندیز د ځینو افرادو لپاره پورته شی. که چیری ستاسی تابعیت د پورته ذکر شوی هیوادونو څخه وی نو باید په راتلونکو ۹۰ ورځو کی د امریکا متحده ایالاتو ته د سفر څخه ډډه وکړئ، حتی که تاسو ګرین کارت هم ولرئ. که چیری ستاسی د کورنۍ یا کوم دوست د امریکا څخه بهر وی هغوی باید لومړی د خپل وکیل سره خبری وکړی، مهربانی وکړئ په دی ادرس تماس ونیسئ: info@refugeerights.org

• دا فرمان په ۲۰۱۷ کال کی د کډالو مجموعی شمیره پنځوس زرو کډوالو ته راکموی مګر په عین وخت کی پنځویشت زره نور کډوال کولی شی چی د امریکا متحده ایالاتو ته ننوځی، تر دی ګړئ مونږ نه پوهیږو چی کوم کډوال کولی شی د امریکا په متحده ایالاتو کی ځای پر ځای شی او کوم کډوال نه شی کولی چی د امریکا په متحده ایالاتو کی ځای پر ځای نه شی.

که چیری زه کډوال یم، دا اجرائیوی فرمان پر ما څه ډول اغیزه کولی شی؟

• که چیری دم ګړئ تاسی د امریکا په متحده ایالاتو کی د یوه کډوال په توګه استوګنه کوئ، په قانونی توګه دا فرمان په تاسی هیڅ قسم اغیزه نه لری. ستاسی قانونی دریځ په خپل ځای ثابت پاتی کیږی. تاسو اوس هم د یوه کال د استوګنی وروسته کولی شئ چی د ګرین کارت غوښتنه وکړئ. ددی امکان هم شته چی یو شمیر تازه راغلی کډوال د اضافی امنیتی پوښتنو او پلټنو سره مخ شی.

• که چیری تاسی په دی انتظار یاست چی د کورنۍ کوم غړی مو درسره د امریکا په متحده ایالاتو کی استوګنه وکړی او یا مو د کورنۍ کوم غړی د کورنۍ د یوځای کیدو د پروګرام له لیاری درسره یوځای شی، احتمال لری چی د هغوئ راتګ به د امریکا متحده ایالاتو ته وځنډیږی او د خپلی ټاکلی مودی څخه به ډیر وخت ونیسی. که چیری ستاسی د کورنۍ غړی د پورته ذکر شوی هیوادونو له ډلی څخه وی د ذکر شوی اجرائیوی فرمان د بدلیدو پوری به اجازه ورنکړای شی.

که مو قانونی مرستی ته اړتیا درلوده؟

که چیری تاسی د ولسمشر د اجرائیوی فرمان په اړه قانونی اندیښنی لرئ یا مو د کورنۍ کوم غړی پلان لری چی د امریکا متحده ایالاتو ته د بیا استوګنی لپاره راشی . تاسی کولی شئ چی د IRAP یا د مهاجرو نړیواله مرستندویه پروژی سره په تماس کی شئ. IRAP تاسی ته مشوری او معلومات درکولی شی مګر دا صلاحیت نلری چی د کورنئ کوم غړی مو د امریکا متحده ایالاتو ته را داخل کړی، کوم چی د اجرائیوی فرمان په صادریدو سره بند پاتی دی: info@refugeerights.org

تاسی کوم اقدامات کولی شئ؟

د یوه کډوال په توګه تاسو وار له مخه ډیری ستونز ګاللی، مګر مونږ په دی هم پوهیږو چی تاسو خورا زیات پیاوړی یاست، اوس مهال تاسی دا څلور کاره کولی شئ:

• اول: په یاد ولرئ، تاسی د امریکا د متحده ایالاتو یوه مهمه برخه یاست. مونږ په دی باورمند یو چی ستاسی موجدیت ددی هیواد د ارزښتونو یو ستره ونډه ده او د امریکا اکثره وګړی کډوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وایی.

• دوهم: که د مصؤنیت احساس کوئ او خوښیږی مو، خپله کیسه مونږ سره شریکه کړئ. د امریکا د متحده ایالاتو وګړو ته دم کړئ دا ډیره مهمه ده چی ستاسو په کیسو پوهه شی او غوږ ورته ونیسی.

• دریم: د نورو کډوالو سره مرسته وکړئ، دا مالومات په خپله ژبه کی پیدا کړئ او له نورو سره یی شریک کړئ.

• څلورم: که د امریکا د متحده ایالاتو دایمی اوسیدونکی نه یاست او د امریکا په متحده یالاتو کی مو کافی وخت تیرکړی وی. نو همدا یی وخت دی چی د امریکا تابعیت لاسته راوړئ، تاسی کولی شئ چی د کډوالو د مرکز انټرنیټی کورس کی داخله واخلئ او د تابعیت د آزموینی لپاره تیاری ونیسئ.
http://classroom.therefugeecenter.org/programs/citizenship-preparation

که چیری د تبعیض او یا د کرکی او نفرت د جرم ښکار شوی یاست، باید څه وکړئ؟

که چیری تاسی د تبعیض، کرکی او نفرت د کوم جرم او جنایت ښکار شوی یاست، باید سمدستی د پولیسو ۹۱۱ شمیری سره اړیکه ونیسئ. که چیری فکر کوئ چی تاسی یا داسی څوک چی تاسی یی پیژنئ، د مذهبی او یا ټولنیز تبعیض ښکار شوی دی، تاسی کولی شئ چی په دی انټرنټی ادرس خپل شکایت او راپور ولیکئ:
https://www.splcenter.org/reporthate

که چیری نوری پوښتنی لرئ؟

که چیری نوری پوښتنی لرئ، مهربانی وکړئ RCO ته په دی پته ایمل وکړئ: info@therefugeecenter.org

څوک د کډوالو د حقوقو څخه دفاع کوی؟

د امریکا د کډوالو شورا (Refugee Council USA) یوه ملی ډله ده، دا ډله د دولت سره په ګډه کار کوی تر څو دا یقینی کړی چی د امریکا په متحده ایالاتو کی د نړئ د هر ځای څخه د راغلو کډوالو سره مرستی او د کډوالو د ځای پر ځای کولو لړئ دوام لری، د ډیرو بنسټونو په شمول د ټولو کډوالو د ځای پر ځای کولو ټولنی ددی ګروپ غړیتوب لری، دا ټولنی او د امریکا د متحده ایالاتو اکثره وګړی یو ځای د کډوالو د حقوقو د خونیدتوب لپاره مبارزی کوی.